کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني او زابل ولایتونو کې د سیلابونو زیانونه؛ ۱۰ تنه مړه شوي

8 اسد 1401 ساعت 9:35

حکومتي چارواکي وايي، په غزني، زابل او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. په غزني ولایت کې پر لویو مالي زیانونو سربېره ۱۰ تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: په غزني ولایت کې سیلابونو د ځاني زیانونو سربیره لږ تر لږه لس تنه وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
 
د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي حبيب الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې تېره ورځ سېلاب د يو شمېر امنيتي سرتېرو موټر چپه کړی، چې په پايله کې يې ۱۰ امنيتي سرتېري وژل شوي، ۴ ټپيان او ۳ تنه نور ژغورل شوي دي
 
په ورته وخت کې د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو هم ویلي چې د سېلابونو له امله د دغه ولایت عامه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
 
د زابل ولايت د فوايد عامې رياست د مسافرو د ژغورلو او د عامو لارو د خلاصولو هڅې پيل کړي دي.
 
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د هېواد د هوايي چلند ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو خبر ورکړی و.
 
سږ کال د وچکالۍ، فقر او بېکارۍ ترڅنګ پرله پسې سېلابونو د افغانستان خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 256322

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256322/په-غزني-او-زابل-ولایتونو-کې-د-سیلابونو-زیانونه-۱۰-تنه-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com