دخپریدو نیټه :شنبه ۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 256322
په غزني او زابل ولایتونو کې د سیلابونو زیانونه؛ ۱۰ تنه مړه شوي
حکومتي چارواکي وايي، په غزني، زابل او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. په غزني ولایت کې پر لویو مالي زیانونو سربېره ۱۰ تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په غزني ولایت کې سیلابونو د ځاني زیانونو سربیره لږ تر لږه لس تنه وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
 
د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي حبيب الله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې تېره ورځ سېلاب د يو شمېر امنيتي سرتېرو موټر چپه کړی، چې په پايله کې يې ۱۰ امنيتي سرتېري وژل شوي، ۴ ټپيان او ۳ تنه نور ژغورل شوي دي
 
په ورته وخت کې د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو هم ویلي چې د سېلابونو له امله د دغه ولایت عامه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
 
د زابل ولايت د فوايد عامې رياست د مسافرو د ژغورلو او د عامو لارو د خلاصولو هڅې پيل کړي دي.
 
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د هېواد د هوايي چلند ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو خبر ورکړی و.
 
سږ کال د وچکالۍ، فقر او بېکارۍ ترڅنګ پرله پسې سېلابونو د افغانستان خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdcf0vd00w6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته