کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګوترش د کابل د کرکټ په لوبغالي کې چاودنه وغندله

8 اسد 1401 ساعت 10:22

انتونیو ګوترش؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي په کابل کې د کرکټ په لوبغالي کې چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو برید د نړیوالو قوانینو له مخې منع دی.


آوا: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپل ټوېټر لیکلي چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې پر ملکي وګړو او ملکي سیمو بریدونه منع دي.
 
د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه چې په دې برید کې ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
 
په کابل کې د ايمرجنسي روغتون مسوولينو هم اعلان وکړ چې له دغې پيښې وروسته دغه روغتون ته يو تن مړ او ١٢ ټپيان وروړل شوي دي.
 
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست هم پرونۍ حمله غندلې ده.
 
پرون (جمعه د اسد ۷مه) د کرکټ په نړیوال میدان کې د اشپګیزه لیګ سیالیو پر مهال د نندارچیانو په منځ کې چاودنه وشوه.
 
له پېښې څو ساعته وروسته د "اسلامي امارت" چارواکو د قربانیانو او ټپیانو شمېر ۴ تنه اعلان کړ.
 
ويل کيږي چې تراوسه پورې کوم چا يا ډلې ددغې چاودنې مسئوليت په غاړه نه دى اخستى .
 


د مطلب کود: 256331

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256331/ګوترش-د-کابل-کرکټ-په-لوبغالي-کې-چاودنه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com