دخپریدو نیټه :شنبه ۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 256331
ګوترش د کابل د کرکټ په لوبغالي کې چاودنه وغندله
انتونیو ګوترش؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي په کابل کې د کرکټ په لوبغالي کې چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو برید د نړیوالو قوانینو له مخې منع دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپل ټوېټر لیکلي چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې پر ملکي وګړو او ملکي سیمو بریدونه منع دي.
 
د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه چې په دې برید کې ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
 
په کابل کې د ايمرجنسي روغتون مسوولينو هم اعلان وکړ چې له دغې پيښې وروسته دغه روغتون ته يو تن مړ او ١٢ ټپيان وروړل شوي دي.
 
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست هم پرونۍ حمله غندلې ده.
 
پرون (جمعه د اسد ۷مه) د کرکټ په نړیوال میدان کې د اشپګیزه لیګ سیالیو پر مهال د نندارچیانو په منځ کې چاودنه وشوه.
 
له پېښې څو ساعته وروسته د "اسلامي امارت" چارواکو د قربانیانو او ټپیانو شمېر ۴ تنه اعلان کړ.
 
ويل کيږي چې تراوسه پورې کوم چا يا ډلې ددغې چاودنې مسئوليت په غاړه نه دى اخستى .
 
https://avapress.com/vdcfmvd0yw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته