کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر افغانان خوشي شول

9 اسد 1401 ساعت 11:44

په پاکستان کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، د دغه هېواد ۲۵۰ اتباع چې په ناقانونه توګه یې پاکستان ته د تګ پلان درلود او په بلوچستان ایالت کې نیول شوي وو، په کویټه کې د افغانستان د کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.


آوا: تېره شپه (اسد ۸) د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې وروستیو کې په بلوچستان ایالت کې ۲۵۰ افغانان چې په دې وروستیو کې د پاکستانیانو له خوا نیول شوي وو، پرون له بنده خوشې شول.
 
په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه اتباع د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په شيراني ولسوالۍ کې د ناقانونه تګ راتګ په تور نيول شوي دي.
 
خبرځاى زياته کړه: دغه بنديان په کوېټه کې د افغانستان د قونسلګرۍ د هلو ځلو په نتيجه کې خوشې شوي دي. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي چې په نيول شويو کسانو کې ناوې او زوم هم شامل وو چې له بلوچستان څخه پېښور ته روان وو.
 
د دغې خبرپاڼې له مخې ناوې او زوم د واده په شپه د "ژوب" په مرکزي زندان کې بندیان شوي وو.
 
بل خوا په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، دغه افغان وګړي د پښتون ژغورنې غورځنګ په همکارۍ او د "ژوب" سیمې د وکیلانو په هڅو خوشي شوي دي.
 


د مطلب کود: 256377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256377/د-پاکستان-له-زندانونو-تر-۲۰۰-ډېر-افغانان-خوشي-شول

آوا
  https://www.avapress.com