کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د القاعدې د انتقام په اړه د امریکا اندیښنه

12 اسد 1401 ساعت 10:49

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو د خبر له خپریدو وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د دغې ترهګرې ډلې د غړیو له خوا د غچ اخیستنې د احتمال په اړه خبرداری ورکړ.


آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (سه شنبه د اسد ۱۱مه) خبرداری ورکړ چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل ښايي د القاعدې پلویان دې ته اړ کړي چې امریکايي تاسیسات او اتباع په نښه کړي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "دا ممکنه ده چې د الظواهري له مړینې وروسته، د القاعدې یا د هغې پورې تړلو ترهګرو سازمانونو ملاتړي د متحده ایالاتو په تاسیساتو، پرسونل او اتباعو د بریدونو هڅه وکړي."
 
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعدې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د لا زیاتو امکاناتو اعلان کړی دی.
 
ایمن الظواهري دوه ورځې وړاندې د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
 


د مطلب کود: 256555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256555/د-القاعدې-انتقام-په-اړه-امریکا-اندیښنه

آوا
  https://www.avapress.com