عيني شاهدان وايي، د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند د کارته سخي په سيمه کې سخته جګړه او ډزې روانې دي.
د کابل په کارته سخي سیمه کې نښته او ډزې
12 اسد 1401 ساعت 14:13
عيني شاهدان وايي، د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند د کارته سخي په سيمه کې سخته جګړه او ډزې روانې دي.
آوا - کابل: د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه ډزې نن چهارشنبه د اسد په ۱۲ مه د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند کارته سخي زیارت ته څېرمه په شفیع کوڅه کې پیل شوې او لا هم روانې دي.
د طالبانو ویاند د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د جګړې پخلی کوي او وايي چې د دې ډلې ځواکونه د چاڼیزو عملیاتو په حال کې وو چې له یوې لوړپوړې ودانۍ څخه پرې ډزې وشوې.
د طالبانو د ویاند په وینا دا کور اوس مهال د طالبانو له خوا محاصره دی.
په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیو کې د ډزو غږ اورېدل کېږي.
د مطلب کود: 256580