کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په راتلونکو شپږو میاشتو کې به په کندز کې ۵۰۰ پولیس وروزل شي

13 اسد 1401 ساعت 9:25

د هېواد په شمال ختيځ کې د کندز امنيتي چارواکي وايي، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د کندز د شمال ختيځ زون د پوليسو په اکاډمۍ کې د ملي پوليسو پنځه سوه سرتېري مسلکي، نظامي او ديني زده کړې وکړي.


آوا - مزارشریف: عبیدالله عابدی؛ د کندز د پولیسو ویاند آوا ته وویل: دغه ځواکونه د چهارشنبې په ورځ د اسد په ۱۲مه د کندز ولایت د شمال ختیځ زون د پولیسو روزنیز اکاډمۍ ته د مسلکي او نظامی زده کړو د ترلاسه کولو په موخه شامل شوي دی.
 
د هغه په ​​وينا، دغه ځواکونه د کندز، بغلان، بدخشان او تخار له ولايتونو څخه دي، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د تجربه لرونکو او مسلکي ښوونکو له خوا وروزل شي.
 
په همدې حال کې د روان کال د وږي په ١٣مه، د کندوز د پوليسو له اکاډمۍ څخه ٤٥٠ امنيتي سرتېري له شپږ اونيو زده کړو وروسته فارغ شول.
 


د مطلب کود: 256612

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256612/په-راتلونکو-شپږو-میاشتو-کې-کندز-۵۰۰-پولیس-وروزل-شي

آوا
  https://www.avapress.com