کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جوزجان-فارياب پر لویه لار په يوه ترافيکي پېښه کې ١١ تنه مړه او ټپيان شوي

22 اسد 1401 ساعت 11:32

په فاریاب ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، د جوزجان – فاریاب پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.


آوا: د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په ختم قیر سیمه کې نن سهار د یوې ترافیکی پېښې له امله یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوی دی.
 
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې دغه پېښه د کرولا ډوله موټر له (سراچه) موټر سره د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
 
ويل کيږي چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د ځينو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې ترافيکي پېښې ډېرې شوې دي.
 
د دغو ترافيکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول بلل شوي دي.
 


د مطلب کود: 257050

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257050/د-جوزجان-فارياب-پر-لویه-لار-په-يوه-ترافيکي-پېښه-کې-١١-تنه-مړه-او-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com