کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالۍ؛ افغان تکواندو لوبغاړي پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه

22 اسد 1401 ساعت 15:30

د نړۍ د اسلامي هېوادونو د پيوستون په لوبو کې زموږ د هېواد درېيم تکواندو استازی علي اکبر اميري نن وتوانېد خپل پاکستاني سيال ته ماتې ورکړي.


آوا: علي اکبر امیري؛ چي په ایران کي کډوال دي، د اسلامي هیوادونو د پیوستون د اتلولۍ په سیالیو کې د پاکستان عمر سعید ته په پرله پسې توګه ماتې ورکړي.
 
په دې بریا سره امیري کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه او د هغه راتلونکې سیاله "مری کوتالمیس" له ترکیې څخه چي د روم ورلډ پری د اتلولۍ او د اروپا د اتلولۍ ګټونکې دي، ددي لوبی ګټونکي په د ژړو مډال کټونکي شي.
 
په همدې حال کې د اسيايي سياليو د اتلولۍ ګټونکى محسن رضايي او زموږ د هېواد نورو استازو حکمت الله زين په دغو سياليو کې خپلو سيالانو ته د لوبې په بایللو سره د مډال په ګټلو کې پاتې راغلل.
 
د اسلامي هېوادونو د پيوستون د لوبو پنځمه دوره د ترکيې په کوربه توب د اسد په ۱۸مه نېټه په قونيه کې پيل شوه او د اسد تر ۲۷ به دوام وکړي.
 
په دې سیالیو کې به د نړۍ له ۵۵ اسلامي هېوادونو څخه ۴۲۰۰ ورزشکاران په ۱۹ ورزشي سیالیو کې برخه واخلي او افغانستان هم په بېلابېلو څانګو کې د ورزشکارانو او ورزشي پلاوي په ګډون له ۶۶ کسیز کاروان سره په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.
 


د مطلب کود: 257073

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257073/د-اسلامي-هیوادونو-پیوستون-سیالۍ-افغان-تکواندو-لوبغاړي-پاکستاني-سیال-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com