کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت اقتصادي پلاوی روسیې ته ولاړ

23 اسد 1401 ساعت 12:28

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د روسیې پلازمېنې مسکو ته د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکړ.


آوا: دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چې دغه پلاوی پرون (شنبه، د اسد ۲۲مه) مسکو ته روان شو.
 
په اعلاميه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي او سياسي اړيکو پراختيا بلل شوې ده.
 
که څه هم روسیې تر اوسه د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د اسلامي امارت له لوري استول شوي ډیپلوماټان یې منلي.
 


د مطلب کود: 257106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257106/د-اسلامي-امارت-اقتصادي-پلاوی-روسیې-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com