کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې ته د اقتصاد د وزیر د سفر موخه د سترو اقتصادي تړونونو لاسلیکول دي

24 اسد 1401 ساعت 14:24

نورالدین عزیزي؛ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست روسیې ته تللی دی. نوموړي ویلي، مسکو ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو ټینګښت او پراختیا او د سوداګرۍ د حجم زیاتول دي او په دې اړه به خبرې اترې وشي.


آوا: نورالدین عزیزی؛ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي پرون (یکشنبه د اسد ۲۳مه) روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د مسکو د دامادووا هوايي ډګر ته د ننوتلو پر مهال له سپوتنیک سره په خبرو کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي یادونه وکړه.
 
ښاغلي عزیزي وویل چې د دغه سفر په ترڅ کې به د روسیې فدراسیون له چارواکو سره د غنمو، اوړو، تیلو، نفتي موادو او مایع ګازو د پېرلو د لویو قراردادونو په اړه خبرې اترې وکړي او هڅه به وکړي چې د افغانستان د خلکو قانع کړي. روسي لوري به د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ خام مواد په مناسبو او ځانګړو نرخونو برابروي.
 
دا هم باید په یاد ولرو چې نورالدین عزیزي؛ په دغه سفر کې د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغان کارډ شرکت د مشر په ګډون د مالیې، اقتصاد، بهرنیو چارو وزارتونو او د دولتي شرکتونو رئیسان ملګري دي.
 


د مطلب کود: 257157

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257157/روسیې-ته-د-اقتصاد-وزیر-سفر-موخه-سترو-اقتصادي-تړونونو-لاسلیکول-دي

آوا
  https://www.avapress.com