کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استرالیا له افغانستان سره یوولس میلیونه ډالره نغدي مرسته وکړه

26 اسد 1401 ساعت 8:53

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، استرالیا له افغانستان سره ۱۱ میلیونه ډالره نغدي مرسته ځانګړې کړې ده.


آوا: د اوچا دفتر پرون په خپل ټویټر کې ویلی چې د دغه ۱۱ میلیونه ډالرو مرستې سره د افغانستان لپاره د بشری مرستو له صندوق سره د استرالیا ټولې مرستې ۶۳ میلیونه استرالیایی ډالرو ته رسیږی.
 
د تېر کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو له خوا د افغانستان له بيا نيولو سره، په هېواد کې اقتصادي کړکېچ زيات شو او د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
 


د مطلب کود: 257227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257227/استرالیا-له-افغانستان-سره-یوولس-میلیونه-ډالره-نغدي-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com