کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندز اورلګیدنه؛ په یوه میاشت کې تر ۲۰ میلیونو افغانیو زیات تاوان

30 اسد 1401 ساعت 13:43

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د اور لګېدنې ۱۱ پېښې رامنځته شوي، چې خلکو ته یې تر ۲۰ میلیونو ډېر زیان اړولی دی.


آوا - مزارشریف: د کندز د پولیسو ویاند عبیدالله نن یکشنبه د اسد ۳۰ له آوا سره په خبرو کې وویل: چي په دې ولایت کې په تېره یوه په کندز کې د اور لګیدني ۱۱ پېښې شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د اور لګېدنې له امله د استوګنې اته کورونه، د ډبرو سکرو دوه زېرمې او د لرګيو يوه زېرمه او ٥٥ غواګانې او پسونه له منځه تللي دي.
 
عابدي زياته کړه، چې د اورلګېدنې اصلي لامل تر ډېره د برېښنا شارټ وو، چې د ګرمۍ او بې احتياطۍ له امله اور لګېدلى دى.
 
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې په تېره يوه مياشت کې د اورلګېدنې له امله څه باندې ٢٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز تر څنګ په نورو ولايتونو کې هم اورلګېدنې زياتې شوې، چې د بلخ پوليس يې د خلکو بې پروايي او د کورونو د خونديتوب له معيارونو نه مراعتوي.
 


د مطلب کود: 257412

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257412/د-کندز-اورلګیدنه-په-یوه-میاشت-کې-تر-۲۰-میلیونو-افغانیو-زیات-تاوان

آوا
  https://www.avapress.com