دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 257412
د کندز اورلګیدنه؛ په یوه میاشت کې تر ۲۰ میلیونو افغانیو زیات تاوان
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د اور لګېدنې ۱۱ پېښې رامنځته شوي، چې خلکو ته یې تر ۲۰ میلیونو ډېر زیان اړولی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د پولیسو ویاند عبیدالله نن یکشنبه د اسد ۳۰ له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل: چي په دې ولایت کې په تېره یوه په کندز کې د اور لګیدني ۱۱ پېښې شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د اور لګېدنې له امله د استوګنې اته کورونه، د ډبرو سکرو دوه زېرمې او د لرګيو يوه زېرمه او ٥٥ غواګانې او پسونه له منځه تللي دي.
 
عابدي زياته کړه، چې د اورلګېدنې اصلي لامل تر ډېره د برېښنا شارټ وو، چې د ګرمۍ او بې احتياطۍ له امله اور لګېدلى دى.
 
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې په تېره يوه مياشت کې د اورلګېدنې له امله څه باندې ٢٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز تر څنګ په نورو ولايتونو کې هم اورلګېدنې زياتې شوې، چې د بلخ پوليس يې د خلکو بې پروايي او د کورونو د خونديتوب له معيارونو نه مراعتوي.
 
https://avapress.com/vdcgqu9xxak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته