کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې ناکامي به پټ نشي/ د امریکا ناکامي په اوکراین او تایوان کې د ګډوډۍ لامل دی

30 اسد 1401 ساعت 13:51

د امریکا د مشرانو جرګې یوه جمهوري غوښتونکي سناتور د هېواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ اغېزې مهمې وبللې او دغه ناکامي یې د اوکراین او تایوان د وضعیت په ګډون د نړۍ د ډېرو ګډوډیو بنسټ وباله.


آوا: د امریکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن نن یکشنبه  (اسد ۳۰) له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن ماتې په نړیواله کچه د امریکا پر خلکو اغیز کړی دی.
 
هغه وویل: "موږ نشو کولای چې په افغانستان کې د ناکامۍ پټې کړو، ځکه چې دا هغه اغیزې دي چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې تکرار شوې دي."
 
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر د وروستي امریکايي وګړي تر ایستلو پورې په افغانستان کې د پاتې کېدو ژمنه مات کړې ده.
 
د ټام کاټن په وینا، د هغه څه یوه برخه چې په اوکراین کې لیدل کیږي د افغانستان اغیز دی.
 
هغه د تایوان په شاوخوا کې د چین "جنګجن" کړنو ته هم اشاره وکړه، ویې ویل چې که څه هم بایډن او د هغه اداره هیڅکله نه غواړي د افغانستان د ناکامۍ په اړه بحث وکړي، دوی په یو ډول د نړۍ په کچه د ډیری ګډوډیو لامل دي.
 
له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدینو له وتلو او د طالبانو له تسلط وروسته د دغه هېواد په وړاندې د بایډن د ادارې کړنې له کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 257413

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257413/په-افغانستان-کې-ناکامي-پټ-نشي-د-امریکا-اوکراین-او-تایوان-ګډوډۍ-لامل-دی

آوا
  https://www.avapress.com