دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 257413
په افغانستان کې ناکامي به پټ نشي/ د امریکا ناکامي په اوکراین او تایوان کې د ګډوډۍ لامل دی
د امریکا د مشرانو جرګې یوه جمهوري غوښتونکي سناتور د هېواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ اغېزې مهمې وبللې او دغه ناکامي یې د اوکراین او تایوان د وضعیت په ګډون د نړۍ د ډېرو ګډوډیو بنسټ وباله.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن نن یکشنبه  (اسد ۳۰) له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن ماتې په نړیواله کچه د امریکا پر خلکو اغیز کړی دی.
 
هغه وویل: "موږ نشو کولای چې په افغانستان کې د ناکامۍ پټې کړو، ځکه چې دا هغه اغیزې دي چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې تکرار شوې دي."
 
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر د وروستي امریکايي وګړي تر ایستلو پورې په افغانستان کې د پاتې کېدو ژمنه مات کړې ده.
 
د ټام کاټن په وینا، د هغه څه یوه برخه چې په اوکراین کې لیدل کیږي د افغانستان اغیز دی.
 
هغه د تایوان په شاوخوا کې د چین "جنګجن" کړنو ته هم اشاره وکړه، ویې ویل چې که څه هم بایډن او د هغه اداره هیڅکله نه غواړي د افغانستان د ناکامۍ په اړه بحث وکړي، دوی په یو ډول د نړۍ په کچه د ډیری ګډوډیو لامل دي.
 
له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدینو له وتلو او د طالبانو له تسلط وروسته د دغه هېواد په وړاندې د بایډن د ادارې کړنې له کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdchzqnix23nmkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته