کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په صنعتي پارک کې د برښنا پرچاوۍ ۱۲ ساعتونو ته لوړه شوه

1 سنبله 1401 ساعت 10:16

د برښنا شرکت مسوولین وايي، د فابریکو د خاوندانو او صنعتکارانو د ستونزو د هواري په موخه یې د کابل صنعتي پارک د برښنا جریان ۱۲ ساعتونو ته لوړ کړی دی.


آوا - کابل: د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوند وویل: موږ په دې برخه کې ډېرې هڅې کړې، ترڅو صنعتکاران لا ډېرې انرژۍ ته لاسرسی پیدا کړی.
 
د هغه په ​​وينا، برښنا د ډېرو فابريکو د برښنا مزي په مستقيم ډول وصل کړي او د صنعتکارانو برښنا يې ١٢ ساعتونو ته لوړه کړې ده.
 
که څه هم یو شمېر صنعتکاران د برښنا شرکت د دې اقدام هرکلی کوي، خو وايي چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی ۲۴ ساعته برښنا ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 257492

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257492/د-کابل-په-صنعتي-پارک-کې-برښنا-پرچاوۍ-۱۲-ساعتونو-ته-لوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com