دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 257492
د کابل په صنعتي پارک کې د برښنا پرچاوۍ ۱۲ ساعتونو ته لوړه شوه
د برښنا شرکت مسوولین وايي، د فابریکو د خاوندانو او صنعتکارانو د ستونزو د هواري په موخه یې د کابل صنعتي پارک د برښنا جریان ۱۲ ساعتونو ته لوړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوند وویل: موږ په دې برخه کې ډېرې هڅې کړې، ترڅو صنعتکاران لا ډېرې انرژۍ ته لاسرسی پیدا کړی.
 
د هغه په ​​وينا، برښنا د ډېرو فابريکو د برښنا مزي په مستقيم ډول وصل کړي او د صنعتکارانو برښنا يې ١٢ ساعتونو ته لوړه کړې ده.
 
که څه هم یو شمېر صنعتکاران د برښنا شرکت د دې اقدام هرکلی کوي، خو وايي چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی ۲۴ ساعته برښنا ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdceof8wwjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته