کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د کرونا ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی

4 سنبله 1401 ساعت 16:28

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند په هیواد کې د کرونا ناروغانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.


آوا: د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان وایی چې په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی او وزارت هڅه کوی چې په تطبیق سره د دغې ناروغۍ پیښې کمې کړی. واکسین
 
هغه زیاته کړه: د دې ناروغۍ لپاره ټول ځانګړي روغتونونه د ناروغانو درملنې ته چمتو دي او موږ هڅه کوو چې خلک له دې ناروغۍ وژغورو، له همدې امله هره ورځ له زرو څخه تر ۸۰۰۰ پورې کسان د کورونا واکسین ترلاسه کوي.
 
تر دې وړاندې د کندز د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي وو چې په تېره یوه میاشت کې تر دوه لکه ټنو ډېر د کورونا واکسین تطبیق شوي او دا لړۍ دوام لري.


د مطلب کود: 257660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257660/په-هیواد-کې-د-کرونا-ناروغانو-شمیر-مخ-زیاتیدو-دی

آوا
  https://www.avapress.com