دخپریدو نیټه :جمعه ۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 257660
په هیواد کې د کرونا ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند په هیواد کې د کرونا ناروغانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان وایی چې په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی او وزارت هڅه کوی چې په تطبیق سره د دغې ناروغۍ پیښې کمې کړی. واکسین
 
هغه زیاته کړه: د دې ناروغۍ لپاره ټول ځانګړي روغتونونه د ناروغانو درملنې ته چمتو دي او موږ هڅه کوو چې خلک له دې ناروغۍ وژغورو، له همدې امله هره ورځ له زرو څخه تر ۸۰۰۰ پورې کسان د کورونا واکسین ترلاسه کوي.
 
تر دې وړاندې د کندز د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي وو چې په تېره یوه میاشت کې تر دوه لکه ټنو ډېر د کورونا واکسین تطبیق شوي او دا لړۍ دوام لري.
https://avapress.com/vdcb0zb5grhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته