کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وروستیو اورښتونو د کجکي بند د اوبو سطحه لوړه کړې ده

5 سنبله 1401 ساعت 14:56

په هلمند ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د وروستیو اورښتونو په پایله کې د کجکي بند د اوبو سطحه لوړه شوې او تر ۵۱ مترو پورې رسېدلې ده.


آوا: د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباری راشد وایی چې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو په پایله کې د کجکی بند سطحه ۵۱ مترو او ۱۸ سانتی مترو ته رسیدلې ده.
 
د کجکي بند د اوبو کچه، چې کندهار او هلمند ولایتونو ته برېښنا ورکوي، په دې وروستیو کې راټیټه شوې وه.
 
د چارواکو په وينا، د کجکي بند د درېيو توربينونو د فعالولو لپاره لا هم ٢١ مترو نورو اوبو ته اړتيا ده.
 
پخوا د کجکي بند د ۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت درلود. خو په دې وروستیو کې د دغه بند د دویم فاز چارې پیل شوې او د برېښنا د تولید ظرفیت یې ۱۵۰ میګاواټو ته رسېدلی دی.
 


د مطلب کود: 257694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257694/وروستیو-اورښتونو-د-کجکي-بند-اوبو-سطحه-لوړه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com