کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې کور په کور پلټل پیل شو

5 سنبله 1401 ساعت 15:01

د کندز امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د کور په کور د تلاشۍ د پیل خبر ورکړی او وايي چې تر اوسه یې له کورونو څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.


آوا - د کندز د پولیسو ویاند عبیدالله عبیدی آوا ته وویل: له تیرې جمعې ورځې راهیسې د ښار په ټولو سیمو کې کور په کور تلاشی پیل شوې ده.
 
  د هغه په ​​وينا، دغه پروسه د پوليسو او امنيتي ځواکونو له لوري د ناقانونه وسلو د راټولولو په موخه پيل شوې او تر اوسه په کې يوه زياته اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 
خو د کندوز ښار د ځينو سيمو اوسېدونکي د کار پر مهال د ښځينه کارکوونکو له نشتوالي شکايت کوي.
 
په همدې حال کې د پنجشنبې په ورځ چې د سنبلي په درېیمه نېټه په مزارشریف کې هم د کور په کور تلاشي پیل شوې او تر اوسه دوام لري.
 


د مطلب کود: 257695

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257695/په-کندز-کې-کور-پلټل-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com