دخپریدو نیټه :شنبه ۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 257695
په کندز کې کور په کور پلټل پیل شو
د کندز امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د کور په کور د تلاشۍ د پیل خبر ورکړی او وايي چې تر اوسه یې له کورونو څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - د کندز د پولیسو ویاند عبیدالله عبیدی افغان غږ خبری آژانس ته وویل: له تیرې جمعې ورځې راهیسې د ښار په ټولو سیمو کې کور په کور تلاشی پیل شوې ده.
 
  د هغه په ​​وينا، دغه پروسه د پوليسو او امنيتي ځواکونو له لوري د ناقانونه وسلو د راټولولو په موخه پيل شوې او تر اوسه په کې يوه زياته اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 
خو د کندوز ښار د ځينو سيمو اوسېدونکي د کار پر مهال د ښځينه کارکوونکو له نشتوالي شکايت کوي.
 
په همدې حال کې د پنجشنبې په ورځ چې د سنبلي په درېیمه نېټه په مزارشریف کې هم د کور په کور تلاشي پیل شوې او تر اوسه دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcjhae8iuqeimz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته