کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د توجه مرکز دی

6 سنبله 1401 ساعت 10:56

د ملګرو ملتونو د رسنیو د څانګې د اعلامیې له مخې، د دغه سازمان امنیت شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۷ مه) خپله غونډه د افغانستان د روان وضعیت ارزونې ته ځانګړې کړې ده.


آوا: د ملګرو ملتونو د رسنیو څانګې ویلي، چې دغه غونډه به د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.
 
ویل کیږي چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وشي.
 
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیر احمد فایق رسنیو ته وویل چې د دغه سازمان همغږي کوونکی مارتین ګریفیتس به د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
 
د امنیت شورا غونډه په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د بحث لپاره جوړېږي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي زیانونه اړولي او په هېواد کې یې اقتصادي ستونزې زیاتې کړي دي.
 


د مطلب کود: 257732

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257732/افغانستان-د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-غونډې-توجه-مرکز-دی

آوا
  https://www.avapress.com