کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیار اسلامي امارت ته په خطاب کې: داسې شورا دې جوړه شي چې د ولس د ارادې استازیتوب وکړي

6 سنبله 1401 ساعت 15:31

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې په خپله وروستۍ وینا کې په افغانستان کې د حکومتدارۍ بیلګه وړاندې کړه او اسلامي امارت ته یې خطاب وکړ او ویې ویل: داسې شورا باید جوړه شي چې د ولس د ارادې استازیتوب وکړي او غړي یې د خلکو لخوا ټاکل شوی وي.


آوا: ګلبدین حکمتیار؛ د حزب اسلامي مشر په کابل کې په خپله وروستۍ وینا کې په هېواد کې د حکومتدارۍ نمونه وړاندې کړه او اسلامي امارت ته یې خطاب وکړ او ویې ویل: داسې شورا باید جوړه شي چې د ولس د ارادې استازیتوب وکړي او غړي یې د ولس له خوا وټاکل شي. خلک او هرڅوک، د نوي واکمنانو په ګډون باید د هغې پریکړې تعقیب کړي
 
هغه زیاته کړه: دغه شورا باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې اساسي قانون جوړ او د تصمیم نیولو وروستی واک ورکړي.
 
د حزب اسلامي افغانستان مشر څرګنده کړه:«موږ هېڅکله نه غواړو په داسې حکومت کې برخه واخلو چې د خلکو د رایو له مخې نه وي جوړ شوی. دا غوښتنه له ډېر پخوا څخه وه او په راتلونکي کې به هم وي.
 
باید یوه شورا وي چې د ملي اجماع استازیتوب وکړي او د چارواکو په ګډون ټول خلک ورته درناوی وکړي او دا شورا باید د خلکو لپاره اساسي قانون تصویب کړي چې د اسلامي احکامو او لارښوونو سره سم وي.
 
د حکمتیار د خبرو په غبرګون کې اسلامي امارت اعلان وکړ: سیاسي شخصیتونه حق لري چې خپل نظر څرګند کړي، خو بالاخره اسلامي امارت دی چې په مهمو مسایلو کې تصمیم نیسي.
 
د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: سیاسي شخصیتونه د نظر څرګندولو حق لري، خو اسلامي امارت د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو له مخې پرېکړې کوي.
 


د مطلب کود: 257764

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257764/حکمتیار-اسلامي-امارت-ته-په-خطاب-کې-داسې-شورا-دې-جوړه-شي-چې-د-ولس-ارادې-استازیتوب-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com