دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 257764
حکمتیار اسلامي امارت ته په خطاب کې: داسې شورا دې جوړه شي چې د ولس د ارادې استازیتوب وکړي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې په خپله وروستۍ وینا کې په افغانستان کې د حکومتدارۍ بیلګه وړاندې کړه او اسلامي امارت ته یې خطاب وکړ او ویې ویل: داسې شورا باید جوړه شي چې د ولس د ارادې استازیتوب وکړي او غړي یې د خلکو لخوا ټاکل شوی وي.
افغان غږ خبری آژانس: ګلبدین حکمتیار؛ د حزب اسلامي مشر په کابل کې په خپله وروستۍ وینا کې په هېواد کې د حکومتدارۍ نمونه وړاندې کړه او اسلامي امارت ته یې خطاب وکړ او ویې ویل: داسې شورا باید جوړه شي چې د ولس د ارادې استازیتوب وکړي او غړي یې د ولس له خوا وټاکل شي. خلک او هرڅوک، د نوي واکمنانو په ګډون باید د هغې پریکړې تعقیب کړي
 
هغه زیاته کړه: دغه شورا باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې اساسي قانون جوړ او د تصمیم نیولو وروستی واک ورکړي.
 
د حزب اسلامي افغانستان مشر څرګنده کړه:«موږ هېڅکله نه غواړو په داسې حکومت کې برخه واخلو چې د خلکو د رایو له مخې نه وي جوړ شوی. دا غوښتنه له ډېر پخوا څخه وه او په راتلونکي کې به هم وي.
 
باید یوه شورا وي چې د ملي اجماع استازیتوب وکړي او د چارواکو په ګډون ټول خلک ورته درناوی وکړي او دا شورا باید د خلکو لپاره اساسي قانون تصویب کړي چې د اسلامي احکامو او لارښوونو سره سم وي.
 
د حکمتیار د خبرو په غبرګون کې اسلامي امارت اعلان وکړ: سیاسي شخصیتونه حق لري چې خپل نظر څرګند کړي، خو بالاخره اسلامي امارت دی چې په مهمو مسایلو کې تصمیم نیسي.
 
د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: سیاسي شخصیتونه د نظر څرګندولو حق لري، خو اسلامي امارت د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو له مخې پرېکړې کوي.
 
https://avapress.com/vdcg3u9xtak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته