کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هوايي ځواک په سېلاب کې ایسار شوي ۶۷۵ کسان ژغورلي دي

7 سنبله 1401 ساعت 11:37

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه یکشنبه (سنبله ۶) اعلان وکړ چې په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د هیواد په ګوټ ګوټ کې ایسار شوي ۶۷۵ تنه هیوادوال د هوايي ځواکونو په مرسته وژغورل شول.


آوا: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه (۶ سنبله) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د اسلامي امارت هوايي ځواک په ختیځ زون کې په سیلابونو کې بند ۶۷۵ تنه ژغورلي دي.
 
د مجاهد په خبره، په کامې ولسوالۍ کې ۳۳۶، په ګوشتې ولسوالۍ کې ۸ تنه، د ننګرهار په مومند درې کې ۹۳ تنه او د لغمان ولایت په الیشنګ، علینګار او قرغیو ولسوالیو کې ۲۳۸ تنه له سیلابونو ژغورل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو خونړيو سيلابونو له امله ٤٥٩ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
 
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېسيون مشر مولوي شرف الدين مسلم وويل، چې د تېرې يوې مياشتې په سېلابونو کې ١٩٤ کسان وژل شوي او ٢٦٥ نور ټپيان دي.
 


د مطلب کود: 257798

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257798/هوايي-ځواک-په-سېلاب-کې-ایسار-شوي-۶۷۵-کسان-ژغورلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com