دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 257798
هوايي ځواک په سېلاب کې ایسار شوي ۶۷۵ کسان ژغورلي دي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه یکشنبه (سنبله ۶) اعلان وکړ چې په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د هیواد په ګوټ ګوټ کې ایسار شوي ۶۷۵ تنه هیوادوال د هوايي ځواکونو په مرسته وژغورل شول.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه (۶ سنبله) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د اسلامي امارت هوايي ځواک په ختیځ زون کې په سیلابونو کې بند ۶۷۵ تنه ژغورلي دي.
 
د مجاهد په خبره، په کامې ولسوالۍ کې ۳۳۶، په ګوشتې ولسوالۍ کې ۸ تنه، د ننګرهار په مومند درې کې ۹۳ تنه او د لغمان ولایت په الیشنګ، علینګار او قرغیو ولسوالیو کې ۲۳۸ تنه له سیلابونو ژغورل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو خونړيو سيلابونو له امله ٤٥٩ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
 
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېسيون مشر مولوي شرف الدين مسلم وويل، چې د تېرې يوې مياشتې په سېلابونو کې ١٩٤ کسان وژل شوي او ٢٦٥ نور ټپيان دي.
 
https://avapress.com/vdcdn50xjyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته