کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

توماس ویسټ د ګازرګاه پر جومات د برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه

12 سنبله 1401 ساعت 9:36

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یوه ټویټ په خپرولو سره د هرات ولایت په ګازرګاه جومات کې د پروني برید د غندلو ترڅنګ د دغې چاودنې د عاملینو د پېژندلو او محاکمې غوښتنه کړې ده.


آوا: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په یوه ټویټ کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي:«موږ دغه بې رحمانه ترهګریز عمل غندو او د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوو».
 
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د سنبلي په ۱۱مه د هرات د ګازرګاه جومات ته څېرمه په ځانمرګي برید کې د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري او ۴۵ تنه نور ووژل شول.
 


د مطلب کود: 257999

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257999/توماس-ویسټ-د-ګازرګاه-پر-جومات-برید-عاملینو-محاکمې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com