کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا هڅه کوي چې په لرو پرتو سیمو کې آنلاین زده کړې ترسره کړي

14 سنبله 1401 ساعت 11:37

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت سرپرست د پوهنې د پراختیايي پروګرام له رئیس سره کتلي دي. دغه وزارت زیاته کړه چې دغه امریکايي موسسه په پام کې لري چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د انلاین زده کړو پروګرام پیل کړي.


آوا: د افغانستان د پوهنې وزارت پرون (یکشنبه،سنبلي ۱۳) اعلان وکړ چې د امریکا د پوهنې د پراختیا د پروګرام مشر ران مک کامن په پام کې لری چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ماشومانو او ځوانانو لپاره آنلاین زده کړې پیل کړی.
 
دغه وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. خو هغه زياته کړه، چې د پوهنې وزير شيخ مولوي نورالله منير د افغانانو لپاره د تعليمي خدمتونو د وړاندې کولو له پرېکړې مننه وکړه.
 
ښاغلي منير زياته کړه، چې افغانستان د نړيوالې ټولنې په ملاتړ له ستونزو سره د مبارزې هڅه کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له یو کال څخه زیات وخت کیږي چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه ورکوي.
 


د مطلب کود: 258131

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258131/امریکا-هڅه-کوي-چې-په-لرو-پرتو-سیمو-کې-آنلاین-زده-کړې-ترسره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com