دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 258131
امریکا هڅه کوي چې په لرو پرتو سیمو کې آنلاین زده کړې ترسره کړي
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت سرپرست د پوهنې د پراختیايي پروګرام له رئیس سره کتلي دي. دغه وزارت زیاته کړه چې دغه امریکايي موسسه په پام کې لري چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د انلاین زده کړو پروګرام پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د پوهنې وزارت پرون (یکشنبه،سنبلي ۱۳) اعلان وکړ چې د امریکا د پوهنې د پراختیا د پروګرام مشر ران مک کامن په پام کې لری چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ماشومانو او ځوانانو لپاره آنلاین زده کړې پیل کړی.
 
دغه وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. خو هغه زياته کړه، چې د پوهنې وزير شيخ مولوي نورالله منير د افغانانو لپاره د تعليمي خدمتونو د وړاندې کولو له پرېکړې مننه وکړه.
 
ښاغلي منير زياته کړه، چې افغانستان د نړيوالې ټولنې په ملاتړ له ستونزو سره د مبارزې هڅه کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له یو کال څخه زیات وخت کیږي چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcfmcd0yw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته