افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په چین کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي بلال کریمي سره وکتل.
ښاغلي کریمي په دې کتنه کې وویل چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د دغه هېواد د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د چینایي پانګوالو لېوالتیا زیاته کړې ده.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر په سیمه او نړۍ کې د چین رول ته په اشارې سره له دغه هېواد سره د اسلامي امارت اړیکې د دواړو لورو لپاره مهمې او ګټورې وبللې او د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره یې په چین کې د افغانستان سفارت پر هڅو ټینګار وکړ.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال همداراز زیاته کړه چې اسلامي امارت د دواړو خواوو سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.
د يادونې وړ ده چې اسلامي امارت له چين سره نږدې اړيکې لري او دغه هېواد د چين په پلازمېنه کې د اسلامي امارت سفير ترلاسه کړی دی.