کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چینایي پانګوال د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې پانګونې ته لیواله دي

4 ثور 1403 ساعت 11:33

په چین کې د اسلامي امارت سفیر د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د دغه هېواد د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د چینایي پانګوالو لېوالتیا زیاته کړې ده.


آوا - کابل: ارګ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په چین کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي بلال کریمي سره وکتل.

ښاغلي کریمي په دې کتنه کې وویل چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د دغه هېواد د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د چینایي پانګوالو لېوالتیا زیاته کړې ده.

په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر په سیمه او نړۍ کې د چین رول ته په اشارې سره له دغه هېواد سره د اسلامي امارت اړیکې د دواړو لورو لپاره مهمې او ګټورې وبللې او د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره یې په چین کې د افغانستان سفارت پر هڅو ټینګار وکړ.

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال همداراز زیاته کړه چې اسلامي امارت د دواړو خواوو سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

د يادونې وړ ده چې اسلامي امارت له چين سره نږدې اړيکې لري او دغه هېواد د چين په پلازمېنه کې د اسلامي امارت سفير ترلاسه کړی دی.


د مطلب کود: 289229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289229/چینایي-پانګوال-د-کانونو-او-سوداګرۍ-په-برخو-کې-پانګونې-ته-لیواله-دي

آوا
  https://www.avapress.com