کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي دفاع وزارت پر دوو قول اردوګانو د برید خبره رد کړه

19 سنبله 1401 ساعت 11:23

د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پکتیا کې د "منصوري" او په هلمند کې د "عزم" په قول اردو د برید په اړه د ځینو رسنیو ادعا رد کړې او هغه یې افواه بللې ده.


آوا: تېره شپه (سنبله ۱۸) وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په هلمند کې د ۲۰۳ تندر منصوری او ۲۱۵ اتل قول اردو د بمبارۍ خبر د ځینو متعصبو رسنیو له خوا خپور شوی چې هیڅ اساس نه لری او دا له حقیقت څخه لرې دی.
 
اعلامیه زیاتوي: "د متعصبو رسنیو له خوا د افواهاتو خپرول د خلکو د مورال او ارادې د کمزوري کولو په موخه ترسره کیږي."
 
په همدې حال کې پرون ځینو رسنیو خبر ورکړ چې د پکتیا په منصوري او د هلمند په عزم کې د اسلامي امارت د وسلو په یوه ډیپو برید شوی دی.
 


د مطلب کود: 258383

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258383/د-ملي-دفاع-وزارت-پر-دوو-قول-اردوګانو-برید-خبره-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com