دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 258383
د ملي دفاع وزارت پر دوو قول اردوګانو د برید خبره رد کړه
د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پکتیا کې د "منصوري" او په هلمند کې د "عزم" په قول اردو د برید په اړه د ځینو رسنیو ادعا رد کړې او هغه یې افواه بللې ده.
افغان غږ خبری آژانس: تېره شپه (سنبله ۱۸) وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په هلمند کې د ۲۰۳ تندر منصوری او ۲۱۵ اتل قول اردو د بمبارۍ خبر د ځینو متعصبو رسنیو له خوا خپور شوی چې هیڅ اساس نه لری او دا له حقیقت څخه لرې دی.
 
اعلامیه زیاتوي: "د متعصبو رسنیو له خوا د افواهاتو خپرول د خلکو د مورال او ارادې د کمزوري کولو په موخه ترسره کیږي."
 
په همدې حال کې پرون ځینو رسنیو خبر ورکړ چې د پکتیا په منصوري او د هلمند په عزم کې د اسلامي امارت د وسلو په یوه ډیپو برید شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcevv8wxjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته