کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ٣ تنه مړه او ۱۰ ټپيان شول

20 سنبله 1401 ساعت 10:33

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د بغلان پر لویه لاره د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.


آوا - مزارشریف: نذیرالله عابدی؛ د بغلان د ترافيکو مدير نن دوشنبه د سلواغې په ٢٠مه، آوا ته وويل: دا پېښه تېره شپه د يوه ٤٠٤ ډوله موټر له سړک څخه د تېرېدو له امله رامنځته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د دې پېښې مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
د بغلان لویه لار د هېواد شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي او د هېواد یو له مصروفو لویو لارو څخه ده چې تل په کې د ترافیکي پېښو شاهد وي.
 
ډېر سرعت، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د موټرو ډېروالی او د سړک خرابوالی په دې لاره د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.
 


د مطلب کود: 258435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258435/په-بغلان-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-٣-تنه-مړه-او-۱۰-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com