کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف په پکتیکا او خوست کې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ درسي خونې جوړې کړې

21 سنبله 1401 ساعت 10:13

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پرون (یکشنبه، سنبلي ۲۰) په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ ښوونیز ټولګي جوړ کړي دي.


آوا: یونیسف په یوه ټویټری پیغام کې چې پرون (یکشنبه سنبلې ۲۰) خپره شوه، ویلی چې په دې اقدام سره ۴۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
 
د جون د میاشتې زلزلې په دغو ولایتونو کې د یو زیات شمیر افغان ماشومانو د پلرونو او میندو ژوند واخیست.
 
په پکتیکا او خوست کې د جون د میاشتې د زلزلې د تلفاتو رسمي احصایې ښيي چې تر ۱۱۵۹ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، زرګونه نور ټپیان شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
 


د مطلب کود: 258488

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258488/یونیسف-په-پکتیکا-او-خوست-کې-د-ماشومانو-لپاره-۱۴۰-درسي-خونې-جوړې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com