دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 258488
یونیسف په پکتیکا او خوست کې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ درسي خونې جوړې کړې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پرون (یکشنبه، سنبلي ۲۰) په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ ښوونیز ټولګي جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: یونیسف په یوه ټویټری پیغام کې چې پرون (یکشنبه سنبلې ۲۰) خپره شوه، ویلی چې په دې اقدام سره ۴۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
 
د جون د میاشتې زلزلې په دغو ولایتونو کې د یو زیات شمیر افغان ماشومانو د پلرونو او میندو ژوند واخیست.
 
په پکتیکا او خوست کې د جون د میاشتې د زلزلې د تلفاتو رسمي احصایې ښيي چې تر ۱۱۵۹ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، زرګونه نور ټپیان شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaaanua49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته