کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ارمنستان او اذربایجان پر پوله تاوتریخوالی / نیکول پاشینیان له پوتین سره خبرې وکړې

22 سنبله 1401 ساعت 10:31

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د خپل هېواد پر وړاندې د اذربایجان اقدامات اعلان کړل او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې د اقداماتو غوښتنه وکړه.


آوا: د ارمنستان د کابینې مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ د سنبلي په ۲۲ مه خبر ورکړ چې د ارمنستان لومړي وزیر د ارمنستان په خاوره کې د اذربایجان د وسله والو ځواکونو د پارونکو اقداماتو په اړه توضیحات ورکړل. چې په نیمه شپه پیل شو او ورسره د توپخانې مرمۍ او د سپکو وسلو ډزې هم وشوې.
 
د ارمنستان لومړی وزیر د اذربایجان دغه کړنې د نه منلو وړ وبللې او د نړیوالې ټولنې د متناسب غبرګون په اهمیت یې ټینګار وکړ.
 
د ارمنستان کابینې یادونه کړې چې ګوندونو موافقه کړې چې خپل عملیاتي تماس وساتي.
 
تر دې مخکې د ارمنستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د اذربایجان وسله والو ځواکونو د توپونو، درنو وسلو او سپکو وسلو په کارولو سره د ګوریس، سوتک او جرموک په ښارونو ډزې وکړې.
 


د مطلب کود: 258543

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258543/د-ارمنستان-او-اذربایجان-پر-پوله-تاوتریخوالی-نیکول-پاشینیان-له-پوتین-سره-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com