دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 258543
د ارمنستان او اذربایجان پر پوله تاوتریخوالی / نیکول پاشینیان له پوتین سره خبرې وکړې
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د خپل هېواد پر وړاندې د اذربایجان اقدامات اعلان کړل او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې د اقداماتو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د ارمنستان د کابینې مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ د سنبلي په ۲۲ مه خبر ورکړ چې د ارمنستان لومړي وزیر د ارمنستان په خاوره کې د اذربایجان د وسله والو ځواکونو د پارونکو اقداماتو په اړه توضیحات ورکړل. چې په نیمه شپه پیل شو او ورسره د توپخانې مرمۍ او د سپکو وسلو ډزې هم وشوې.
 
د ارمنستان لومړی وزیر د اذربایجان دغه کړنې د نه منلو وړ وبللې او د نړیوالې ټولنې د متناسب غبرګون په اهمیت یې ټینګار وکړ.
 
د ارمنستان کابینې یادونه کړې چې ګوندونو موافقه کړې چې خپل عملیاتي تماس وساتي.
 
تر دې مخکې د ارمنستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د اذربایجان وسله والو ځواکونو د توپونو، درنو وسلو او سپکو وسلو په کارولو سره د ګوریس، سوتک او جرموک په ښارونو ډزې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcc04qi12bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته