کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د دولت د ۴۰ تنو څخه د زیاتو مخالفینو د وژل کیدو خبر ورکړی

23 سنبله 1401 ساعت 10:44

د اسلامي امارت ویاند تیره شپه (سنبلي ۲۲) د دولت ۴۰ تنه مخالفین له خپلو ۴ تنو قومندانانو سره د وژل کیدو اعلان وکړ.


آوا: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه (سنبلي ۲۲) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلی: «د پنجشیر ولایت په رخه، دره او افشارو ولسوالیو کې د باغیانو په خلاف چاڼیز عملیات ترسره شول او د ۳ قومندانانو (فهیم کمانډو، جواد او محمدیار) په ګډون ۴۰ تنه ووژل شول او د قومندان ملک خان په ګډون ۱۰۱ تنه له وسلو سره ژوندي ونیول شول.
 
 نوموړي لیکلي، چې دوی غوښتل د خلکو امنیت ګډوډ کړي، خو مخه یې ونیول شوه.
 
مجاهد په یوه بل ټویټ کې دا خبر تایید کړی او لیکلي یې دي: "د نویو معلوماتو له مخې په وژل شویو کې قومندان ملک خان هم شامل دی."
 
له بلې خوا د «مقاومت جبهې» ویاند صبغت الله احمدي رسنیو ته وویل: له تېرو څو ورځو راهیسې په پنجشیر کې سخته جګړه روانه ده.
 
اسلامي امارت خپل ځانګړي عمري، بدري او استشهادي واحدونه (ځانمرګي واحدونه) ځای پر ځای کړي دي.
 


د مطلب کود: 258600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258600/اسلامي-امارت-د-دولت-۴۰-تنو-څخه-زیاتو-مخالفینو-وژل-کیدو-خبر-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com