کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې په کابل کې خپلو دوو وژل شویو ډیپلوماټانو ته د زړورتیا مډالونه ورکړل

24 سنبله 1401 ساعت 12:32

په کابل کې د روسیې سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین د حکم پر اساس په کابل کې په یوه تروریستي پېښه کې وژل شوي دوه ډیپلوماټانو ته د زړورتیا مډالونه ورکړل شوي دي.


آوا: په کابل کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې د دغه هېواد دیپلوماتانو ته چې په کابل کې په یوه ځانمرګی برید کې وژل شوی وو، د زړورتیا مډالونه ورکړل شول.
 
د نن (سنبلي ۲۴) د روسیې سفارت په یوه ټویټ کې وویل چې دغو دیپلوماتانو ته د روسیې د ولسمشر د فرمان پر اساس د زړورتیا مډالونه ورکړل شول.
 
په کابل کې د روسيې سفارت دغه ډيپلوماتان د دغه سفارت دويم سکرتر ميخايل شاه او د دغه سفارت د چارو کارپوه آدیگژی‌ کوژوګت ياد کړي دي.
 
دغه دوه روسي دیپلوماتان د سپټمبر په پنځمه په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
 
د سفارت مخې ته د تېرې اونۍ په برید کې چې پړه یې داعش ترهګرې ډلې منلې وه، د دوو روسي ډیپلوماټانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 258663

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258663/روسیې-په-کابل-کې-خپلو-دوو-وژل-شویو-ډیپلوماټانو-ته-د-زړورتیا-مډالونه-ورکړل

آوا
  https://www.avapress.com