کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سوداګر جوزجان ته راستنیږي

28 سنبله 1401 ساعت 11:17

د جوزجان والي په دغه ولايت کې پانګونې ته د سوداګرو د لېوالتيا د زياتوالي خبر ورکوي او وايي چې د امنيت په ټينګښت سره دغه ولايت ته سوداګر بېرته راستانه شوي دي.


آوا - مزارشریف: شعیب رسالت؛ د جوزجان والي نن دوشنبه د سنبلې په ۲۸مه، آوا ته وویل: له هغه وخته چې موږ امنیت تامین کړی، لیدلي مو دي چې په جوزجان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې او دوی غواړي چې په دغه ولایت کې ډېر کار وکړي.
 
د جوزجان والي زياته کړه: په دې وروستيو ورځو کې يو تن ملي سوداګر چې له ٢٥ کلونو څخه په بهر کې دى جوزجان ته راستون شو او له موږ سره يې په يوه غونډه کې ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې به پاتې شي او خپل کار پيل کړي.
 
ده وويل چې دغه سوداګر داسلامي امارت له جوړيدو وروسته افغانستان ته داخل شو .
 
د رسالت په وینا، د جوزجان ولایت چارواکي هڅه کوي، چې سوداګرو ته د فعالیت ټولې اسانتیاوې او زمینې برابرې کړي، څو وکولای شي په دې ولایت کې په آرامۍ سره فعالیت وکړي.
 
په همدې حال کې په جوزجان کې د نفتو او ګازو د سترو زیرمو شتون او له آقینې څخه بلخ ته د مالونو تګ راتګ جوزجان په یوه سوداګریز ولایت بدل کړی دی، خو د اسلامي امارت تر تسلط مخکې سوداګرو د لویو لارو د زیاتې مالیې او د دغه ولایت د ناامنیو له امله له ولایته وتلي وو.
 


د مطلب کود: 258792

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258792/سوداګر-جوزجان-ته-راستنیږي

آوا
  https://www.avapress.com