کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې پنځه زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

28 سنبله 1401 ساعت 12:02

په کندز کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په دغه ولایت کې پنځه زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.


آوا - کابل: د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس احمدشاه حقاني رسنیو ته وویل چې د اسلامي امارت په تشکیل سره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د سیمه ییز حکومت په همکارۍ د جګړې له امله زیانمن شویو او بې ځایه شویو سیمو کې د ۵ زرو ماشومانو لپاره د لومړنیو زده کړو زمینه مساعده شوې ده.
 
ښاغلي حقاني وویل: موږ د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر نورو جګړه ځپلو ولسوالیو کې ۵۲۶۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دغو مرکزونو کې هغو کسانو ته چې د جګړو له امله معيوب شوي دي، اوس هم زده کړې ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې په کندوز ولايت کې د پرله پسې ناامنيو له امله زرګونه ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوي دي.
 
په ورته وخت کې سلګونه ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځي ته نه شي تلای، چې د ښوونځي پر ځای په سختو کارونو بوخت دي.
 


د مطلب کود: 258801

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258801/په-کندز-کې-پنځه-زره-ماشومانو-ته-د-زده-کړو-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com