دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 258801
په کندز کې پنځه زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه
په کندز کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په دغه ولایت کې پنځه زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس احمدشاه حقاني رسنیو ته وویل چې د اسلامي امارت په تشکیل سره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د سیمه ییز حکومت په همکارۍ د جګړې له امله زیانمن شویو او بې ځایه شویو سیمو کې د ۵ زرو ماشومانو لپاره د لومړنیو زده کړو زمینه مساعده شوې ده.
 
ښاغلي حقاني وویل: موږ د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر نورو جګړه ځپلو ولسوالیو کې ۵۲۶۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دغو مرکزونو کې هغو کسانو ته چې د جګړو له امله معيوب شوي دي، اوس هم زده کړې ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې په کندوز ولايت کې د پرله پسې ناامنيو له امله زرګونه ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوي دي.
 
په ورته وخت کې سلګونه ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځي ته نه شي تلای، چې د ښوونځي پر ځای په سختو کارونو بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcjyoe8vuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته