کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي کانکور ازموینې ته د اسلامي امارت چمتووالی

29 سنبله 1401 ساعت 9:34

د اسلامي امارت د امتحانونو د ملي ادارې مشر وايي، د کانکور ازموينه په اعلان شوې نېټه ترسره کولو ته پوره چمتووالی لري.


آوا: د اسلامي امارت د ملي آزموینو د څانګې مشر پوهاند عبدالقادر خاموش وايي: له اعلان شوې نېټې سره سم د کانکور ازموینې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

 
هغه زياته کړه، چې په ولايتونو کې د نوم ليکنې کارتونه چاپ شوي او نوماندانو ته استول شوي او د دې اونۍ تر پايه به د کانکور ازموينې ته نوماندان خپل کارتونه ترلاسه کړي.
 
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې د کانکور ازموینه چې هر کال په افغانستان کې د سنبلې په میاشت کې اخیستل کېده، سږ کال وځنډول شوه او د کانکور ازموینې ته د چمتو شویو نجونو په اړه د اسلامي امارت تګلاره لا هم څرګنده نه ده.


د مطلب کود: 258819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258819/ملي-کانکور-ازموینې-ته-د-اسلامي-امارت-چمتووالی

آوا
  https://www.avapress.com