دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 258819
ملي کانکور ازموینې ته د اسلامي امارت چمتووالی
د اسلامي امارت د امتحانونو د ملي ادارې مشر وايي، د کانکور ازموينه په اعلان شوې نېټه ترسره کولو ته پوره چمتووالی لري.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د ملي آزموینو د څانګې مشر پوهاند عبدالقادر خاموش وايي: له اعلان شوې نېټې سره سم د کانکور ازموینې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې په ولايتونو کې د نوم ليکنې کارتونه چاپ شوي او نوماندانو ته استول شوي او د دې اونۍ تر پايه به د کانکور ازموينې ته نوماندان خپل کارتونه ترلاسه کړي.
 
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې د کانکور ازموینه چې هر کال په افغانستان کې د سنبلې په میاشت کې اخیستل کېده، سږ کال وځنډول شوه او د کانکور ازموینې ته د چمتو شویو نجونو په اړه د اسلامي امارت تګلاره لا هم څرګنده نه ده.
https://avapress.com/vdcizvar3t1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته