کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه/ قطر د دوحې د تړون د لاسته راوړنو د ساتلو غوښتنه وکړه

30 سنبله 1401 ساعت 12:18

د قطر امیر د بشري حقونو په درناوي د ټینګار تر څنګ په امریکا او اسلامي امارت غږ وکړ چې د دوحې د تړون لاسته راوړنې وساتي.


آوا: د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني تېره شپه (سنبلی ۲۹) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان باید د ترهګرو او افراطي ډلو په اډه بدل نه شي.
 
هغه له امریکا او اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د دوحې تړون ته چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړي، درناوی وکړي او لاسته راوړنې یې وساتي.
 
په دې خبرو کې د قطر امیر د ملکي وګړو د خوندیتوب ترڅنګ په افغانستان کې د بشري حقونو پر درناوي او زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي ټینګار وکړ.
 
د قطر دولت له امریکا او اسلامي امارت سره خورا ژورې اړیکې لري.
 
دغه هېواد له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په دوحه کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و.
 


د مطلب کود: 258872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258872/د-ملګرو-ملتونو-عمومي-غونډه-قطر-دوحې-تړون-لاسته-راوړنو-ساتلو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com