کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې ۱۵ شنې خونې جوړي شوي، ۳۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره شوه

31 سنبله 1401 ساعت 11:10

د بغلان د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د ۳۰۰ ښځو لپاره د کار د پیدا کولو په موخه د ۱۵ شنې خونې د جوړولو خبر ورکوي.


آوا - مزارشریف: ولی امرخیل؛ د بغلان د کرنې ریاست د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس نن پنجشنبه د سنبلې په ۳۱مه، آوا ته وویل: دغه شنې خونې په روان پسرلي کې د یوې مرستندویه ادارې له خوا د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست سره په همغږۍ جوړې شوې او ښځو یې په کار پیل وکړ.
 
د هغه په ​​وينا، له ۱۵ شنې خونې څخه ۶ يې په پلخمري ښار، ۶ يې د بغلان په مرکز او ۳ يې په نهرين ولسوالۍ کې دي.
 
امرخېل زياته کړه، چې هر شنه خونه د ١٢٠ متر مربع مساحت په لرلو سره جوړېږي، چې په هر يوه کې ٢٠ بې سرپرسته مېرمنې کار کوي.
 
په دې شنو خونو کې ککرۍ او رومي هګۍ کرل کیږي او بیا بازار ته پلورل کیږي.
 
دبغلان دکرنې رياست دمعلوماتي ټکنالوجۍ رئيس وويل چې پرون محراب الدين بلال؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس له دغو شنو خونو څخه لیدنه وکړه او له بزګرانو سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
 


د مطلب کود: 258905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258905/په-بغلان-کې-۱۵-شنې-خونې-جوړي-شوي-۳۰۰-ښځو-ته-د-کار-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com